د کرکټ ۲۰ اوورېزه نړیوال جام د اکټوبر په ۱۷ مه ترسره کېږي

5 سرطان 1400

د کرکټ يو شمېر رسمي خبرپاڼو ليکلي چې دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې وي. له دې وړاندې ويل شوي وو چې د کرکټ شل اوورېز نړيوال جام به هندوستان کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله دغه هېواد کې یې ترتيب شوی مهالويش وځنډول شو. د راپورونو له مخې راتلونکی شل اوورېزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کېږي چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلېنډ، هالنډ، سکټالنډ او نامیبیا هېوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هېواد په کوربتوب له ټاکل شوې نېټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي. افغانستان، هند، پاکستان، انګلستان، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، اسټراليا او نيوزيلنډ هغه اته لوبډلې دي چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ