عثمان کاکړ خاورو ته وسپارل شو؛ خو 'د افغان حکومت پلاوي ته جنازه کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه'

5 سرطان 1400

Usman Kakar

د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ مړی نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورې ته سپارل شوی. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د ښاغلي کاکړ زرګونو پلویانو ګډون وکړ.

یو شمېر سیاستوالو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو ته ویناوي هم کړې دي او په دې ویناو کې شاوخوا ټولو ویلي، پر عثمان خان کاکړ په کور کې برید شوی او وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، پاکستاني چارواکو د افغان حکومت یو پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې چې د عثمان خان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي.

ملي امنیت شورا په دې اړه خپله اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې د دې شورا مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د عثمان خان کاکړ جنازه کې ګډون وکړي، خو پاکستان یې مخه نیولې.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ