د غني او بایډن کتنه؛ امریکایي ولسمشر افغانستان ته د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړی

5 سرطان 1400

US President

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې پر ورځ واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره سپینه ماڼۍ کې وکتل. دواړه مشران افغانستان کې پر روان وضعیت، د افغان سولې بهیر او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو غږېدلي دي.

ولسمشر بایډن خپل افغان سیال اشرف غني ته د افغانستان د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړی دی. سپینه ماڼۍ کې تر کتنې وروسته ولسمشر بایډن وویل، امریکايي پوځیان به وځي، خو د افغانستان لپاره به د دوی پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ پایېدونکی وي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پرېکړې له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او امریکا ولسمشران مخامخ لیده کاته کوي.

دواړو مشرانو له خوا له افغانستان سره د امریکا د مرستو او ملاتړ پر دوام ډاډ وښودل شو. د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، هېواد به یې په سیاسي، مالي او پوځي برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي:

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ