د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فیض محمد په نوم څلورم افغان هم په زندان کې مړ شو

7 حوت 1401


له تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان وروسته فیض محمد څلورم افغان زنداني دی چې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه زندان کې ساه ورکوي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، فیض محمد د فبروري میاشتې په ۲۲مه ساه ورکړې وه، خو پرون ناوخته یې د مرګ خبر له دوی سره شریک شو.

کاکړ زیاتوي چې فیض محمد د کولرا ناروغي درلوده او په زندان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له یې درملنه ونه شوه، ځکه یې ساه ورکړه.

منیزه کاکړ وايي، فیض محمد له خپلې ناروغې ورېندارې سره پاکستان ته د درملنې په خاطر تللی و چې هلته د پولیسو له لوري ونیول شو او تر مرګه په زندان کې و.

کاکړ زیاته کړه، په سند ایالت کې اکثره زندانیان هغه افغانان دي چې د درملنې په خاطر پاکستان ته تللي وو، خو دوی د روغتون پر ځای زندان ته بیول شوي او له هغه ځای ورته شکایت کړی چې د دوی روغتیايي وضعیت ته پام نه کېږي.

په کراچۍ کې د طالبانو په واک کې د افغانستان قونسلګرۍ مسوول سید عبدالجبار تخاري هم د فیض محمد مړینه تاییدوي او وايي چې د نوموړي لازمه درملنه نه وه شوې، ځکه ومړ.

تخاري د پاکستان له حکومته غواړي چې له ناروغو افغان زندانیانو سره دې د درملنې په خاطر همکاري وکړي.

په زندان کې د عبدالخلیل، تاج محمد او ولي خان له مرګ وروسته هم د دوی کورنۍ غړي په زندان کې وو او افغانستان ته د دې ۳ زندانیانو د جسدونو د لېږد په مهال هم له زندانه ازاد نه شول.

د منیزې کاکړ د معلوماتو پر بنسټ د عبدالخلیل او تاج محمد د کورنۍ غړي اوس له زندانه ازاد شوي، خو د ولي خان لور تور بي بي لا هم په زندان کې ده.

مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، ډېر شمېر هغه زندانیان چې د زندان موده یې پوره شوې وه، له زندانه ازاد شول، خو ۸۰۰ نور افغانان اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې بندیان دي.

ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید