کشمیر کې وسلوالو بېلتونپالو سره نښته کې پنځه هندي پوځیان وژل شوي

19 میزان 1400

ځايي چارواکي وايي دا نښته وروسته له هغه وشوه چې هندي ځواکونو په پونچ ولسوالۍ کې یو کلی محاصره کړ. داسې رپوتونه ترلاسه شوي وو چې په دې کلي کې یو شمېر وسلوال بیلتونپال پټ شوي‌ دي.

د هندي پوځ یوه ویاند ډګروال دیویندر انند ویلي د دوی یو افسر او څلور نور پوځیان د تلاشۍ د عملیاتو پرمهال د اورپکو په ډزو کې وژل شوي.

دا له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې پر هندي ځواکونو تر ټولو خونړی برید دی چې په کشمېر کې شوی دی. د هند پوځي چارواکي وايي په سیمه کې د اورپکو پرضد د دوی عملیات دوام لري.

دا نښته داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې په سیمه کې څو تنه ملکي وګړي د مشکوکو اورپکو له خوا ووژل شول.

تېره اوونۍ په شپږو ورځو کې ۷ تنه ملکي وګړي ووژل شول او په ټوله سیمه کې سیاستوالو دغه وژنې وغندلې.

د ملکي کسانو د وژلو په اړه د تحقیقاتو په لړ کې ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ پر کنټرول کرښه له تېرو څو لسیزو راهیسې وخت ناوخت د یوه بل پر خاوره بریدونه کېږي او دواړه يې تور پر یو بل پورې کوي.

کله چې هندوستان د ۲۰۱۹ کال د اګست په پنځمه نېټه تر خپل کنټرول لاندې کشمير کې د نیمه خپلواکۍ حیثیت ختم کړ نو له امله یې د پاکستان او هند ترمنځ حالات ترینګلي شول او ترې وروسته د کنټرول پر کرښه د بریدونو رپوټونه ورکول کېدل.

پاکستان او هند دواړه په همالیا کې د پرتې کشمیر سیمې د ملکیت دعوه کوي، خو هر هېواد یې یوازې پر یوه برخه کنټرول لري.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بېلتونپالو وسله والو فعالیتونه شته، چې په تېرو درېیو لسیزو کې هلته شخړو او نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي.

هند پر پاکستان د دغو اورپکو د ملاتړ تور لګوي، خو پاکستان تل د هند دا تور رد کړی او وايي کشمیریان د خپل برخلیک ټاکلو حق لري.

ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید