افغانستان: لوړ پوړی طالب چارواکی وایي، د اعدام سزا به بیا پیل شي

2 سنبله 1400


ملا نورالدین ترابي چې اوس د طالبانو حکومت کې د زندانونو ادارې مشر دی، له اې پي خبري اژانس سره مرکه کې د امنیت لپاره د بدن غړو پرېکولو سزا اړینه بللې ده.

نوموړی وايي، ښايي دا ځل به د تېر په څېر دغه ډول سزاګانې په عام محضر کې نه ورکول کېږي. خو نوموړي د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال د سزا ورکولو پر څرنګوالي نیوکې رد کړې.

نوموړی وايي: هېڅوک یې باید موږ ته را و نه ښيي چې زموږ قوانین باید څه ډ‌ول وي.

مخکې دغه ډول سزاګانې یا د کابل سپورت لوبغالي کې ورکول کېدې او یا هم د ښار په جامع عیدګاه کې عملي کېدې.

هغه مهال ترابي د دعوت و ارشاد، امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مشري هم کوله او د عدلیې وزیر هم پاتې شوی.

د نوموړي نوم د ملګرو ملتونو په هغه لست کې شامل دی چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.

له اې پي خبري اژانس سره مرکه کې نوموړی وايي: "په لوبغالي کې زموږ لخوا د سزا پر عملي کېدو هر چا نیوکې کولې، خو موږ د دوی د قوانینو یا سزاګانو په هکله هېڅ نه دي ویلي."

ترابي وايي، د طالبانو وزیران اوس په دې هکله بحث کوي چې ایا دغه سزاګانې به عام محضر کې ورکول کېږي او که نه او په وینا یې دوی به په دې تړاو (یوه پالیسي) جوړه کړي.

د اګست پر ۱۵ مه چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د دې ډلې په هکله یو شمېر رپوټونه خپاره شوي چې وايي، بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

همدا پنجشنبه د بشري حقونو څار ادارې خبرداری ورکړ چې طالبانو په هرات کې کور په کور د یو شمېر پېژندل شویو ښځو لټون کړی، له کوره بهر یې د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي او دغه راز یې د ښځو لپاره د کالیو او پردې لړ کې بندیزونه لګولي دي.

له دې مخکې د اګست پر ۱۹ مه د بښنې نړیوال سازمان وویل، طالبانو د هزاره لږکۍ اړوند نهو کسانو په ډله ییزه وژنه کې لاس درلود. د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد له دې پېښې وروسته وویل، "دا بې رحمانه وژنې د طالبانو پخواني ریکارډ راپه یادوي او د طالبانو واکمنۍ کې د بوږنکونکي وضعیت پر لور یوه اشاره ده. "

ښاغلی ترابي چې ۱۹۹۰ کلونو کې د موسیقۍ اورېدو، لنډه ږیره لرونکو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو له کبله اوڅار دی، له اې پي خبري اژانس سره تازه مرکه کې وايي، طالبان به اوس د سختو سزاګانو پیلولو تر څنګ خلکو ته د ټلویزیون، موبایل ټیلیفون او تصویرونو اخیستو اجازه ورکړي.

ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید