هرات: اسلام قلعه ګمرک کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د پروسس مرکز پرانيستل شو

16 سرطان 1400

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د پروسس یو واحد مرکز پرانېستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مرکز د افغانستان د پراختیايي بودجې د څه د پاڅه ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هېواد د صادراتي توکو د اسنادو د پروسس لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ شوی دی.

ښاغلي احمدي وویل چې په هرات ولایت کې د دغه مرکز جوړول د هېواد د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرولی شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، دوه اوونۍ دمخه په کابل، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې هم ورته مرکزونه پرانېستل شوي او په نږدې راتلونکي کې به په نورو سرحدي ولايتونو کې هم پرانېستل شي.

چارواکي وایي، د کابل، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو د ګمرک دفترونو کې د مرکز هدف د صادراتو د زیاتوالي لپاره د اسانتیاوو چمتو کول او د اسنادو بشپړولو لپاره اړین وخت کمول دي.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ