چارواکي: لغمان کې ۸۶ جریبه ګڼ بڼوڼه کېنول شوي - کرنې وزارت

8 سرطان 1400

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په لغمان ولايت کې ۸۶ جریبه ګڼ (متراکم ) بڼوڼه کېنول شوي دي.

د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دا بڼونه د لیمو او خوږو نارنجانو دي چې د لغمان ولايت مرکز مهترلام او د دې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په موخه کېنول شوي دي.

د ښاغلي رستمي په خبره، یاد بڼوڼه ۶۵ بزګرانو ته کېنول شوي او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځې او ۲۲۵ تنه نارینه ترې ګټه پورته کوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ګڼو بڼوڼو کېنول له یوې خوا د هوا د حرارت د کمښت په برخه کې موثر دي او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي.

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ