د کرونا درېيمه څپه؛ د لا ډېرو پېښو اټکل شوی دی – روغتيا وزارت

8 سرطان 1400

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري.

که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي.

د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان اووسو، له دې وروسته له دوه تر درې یا هم تر څلورو اونیو وروسته به د مثبتو پېښو په ثبت کې کموالی راشي، یوازې د تېرې اوونۍ پرتله په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی دی."

دی له خلکو غوښتنه کوي چې د یاد ویروس په وړاندې عادي چلند ونه کړي او باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

دا شان په همدې موده کې ۱۵۰۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د شمېرو له مخې په دې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۸۷۱ او د ټولو اخته شوېو شمېر ۱۱۸۶۵۹ ته ورسېده.

له همدې سره په دې هېواد کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق چاره هم روانه ده.

عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه له اته سوه اویا زره ډېرو کسانو ته واکسین تطبیق شوی دی.

د دې وزارت د مرستیال ویاند میرویس علیزي په خبره په دې کسانو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان هم شامل دي.

که څه هم میرویس علیزی د هغه بندیانو چې واکسین ورته تطبیق شوي د شمېر په اړه څه نه وایي، خو د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د افغانستان په ټولو زندانانونو کې د کرونا ضد واکسین لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې له ۱۷ زره زیات کسان واکسین شوي دي.

د دې ادارې ویاند صفي الله جلالزي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ۲۲ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین دوهم پړاو روان دی: " د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین اول ډوز تطبیق شوی دی، شااوخوا ۱۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته دا واکسین رسېدلي دي او د واکسین دوهم پړاو هم په ۲۲ ولایتونو کې جریان لري چې تر اوسه نږدې ۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته تطبیق شوي دي."

نوموړی وايي چې له وړاندې هم په زندانونو کې د کرونا ویروس په وړاندې احتیاطي تدابیر په پام کې نیول شوي او ټولو بندیانو او دغه شان د زندانونو په پرسونل ماسکونه او نور مواد ویشل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په راتلونکي میلادي میاشت کې به د امریکا مرسته شوي ۳ میلیونه ډوزه واکسین هم افغانستان ته انتقال شي.

دا وزارت پلان لري چې په روان ۲۰۲۱ او راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د افغانستان ۶۰ په سلو کې وګړي واکسین کړي.

د دې لپاره دا وزارت نږدې ۴۸ میلیونه ډوزه واکسینونو ته اړتیا لري.

 

موږ په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ